ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د افغانستن د ننګرهار ولایت مرستیال سرپرست والي مولوي نیازمحمد وهاج وایي د دا ډول سیالیو جوړول د ځوان نسل د فکري روښانیتا لپاره خورا اړینې دي.
مولوي وهاج وویل د ډاډ ځای دی چې په داسې حال کې چې د ګمراهۍ او بې دینې ټولې دروازې د ځوانانو پر مخ پرانستې دي خو لا هم زموږ د ځوان نسل فکر دقران پر لور دی .
د ننګرهار سرپرست مرستیال والی د ننګرهار ولایت په لرې پرتو سیموکې هم دداسې سیالیو جوړولو غوښتنه وکړه،ددې سیالۍ جوړونکی او په افغانستان کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د مطبوعاتو مسول کفایت الله نبي خیل وایي په دې سیالۍ کې چې د جلال اباد په ښار کې جوړه شوې د ننګرهار کونړ نورستان او لغمان ولایتونوڅخه پنځه سوه د قران حافظانواو ویونکو برخه اخیستې چې د یوې
شفافې پروسې له لارې درې تنه په پلازمینه کابل کې جوړیدونکې سترې سیالۍ ته دګډون په موخه غوره شي .
نور حالات له ننګرهاره د تهرا ریډیو د خبریال په راپور کې په ګډه سره آورو .